13 کله چې هغې وليدل چې د هغۀ نه قميص پاتې شو او د کور نه يې بهر منډه کړه،
هغې هغه د قميص نه ونيوو او ورته يې ووئيل، ”راشه. ما سره څمله.“ خو هغۀ بهر منډه کړه او وتښتېدو او د هغۀ قميص د هغې په لاس کښې پاتې شو.
هغې د کور خِدمتګاران راوغوښتل او وې وئيل، ”دا وګورئ، زما خاوند چې کور ته کوم عبرانے راوستے دے هغه مونږ شرموى. هغه زما کوټې ته راننوتو او ما ته يې د لاس راچولو کوشش وکړو، خو ما په زوره زوره چغې ووهلې.