12 هغې هغه د قميص نه ونيوو او ورته يې ووئيل، ”راشه. ما سره څمله.“ خو هغۀ بهر منډه کړه او وتښتېدو او د هغۀ قميص د هغې په لاس کښې پاتې شو.
اګر چې هغې به هره ورځ يوسف ته وئيل، خو هغۀ د هغې خبره نۀ منله چې ورسره څملى او نۀ ورنزدې کېدو.
خو يوه ورځ چې کله يوسف د کار دپاره کور ته ننوتو، په کور کښې يو خِدمتګار هم نۀ وو.
کله چې هغې وليدل چې د هغۀ نه قميص پاتې شو او د کور نه يې بهر منډه کړه،
هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم.
کله چې هغې روټۍ ورله راوړه نو هغۀ راونيوله او ورته يې ووئيل، ”راځه زما خورې، ما سره څمله.“
زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه.
د داسې ښځې نه ځان لرې ساته. او چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شى
نو خپل ځان لکه د هوسۍ په شان د ښکارى نه او لکه د مارغۀ په شان خپل ځان د ښکارى د جال نه آزاد کړه.
ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى.
دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
نو سموئيل د تلو دپاره راوګرځېدو، خو ساؤل هغه د چُوغې نه ونيولو او چُوغه وشلېده.