10 اګر چې هغې به هره ورځ يوسف ته وئيل، خو هغۀ د هغې خبره نۀ منله چې ورسره څملى او نۀ ورنزدې کېدو.
خو يوه ورځ چې کله يوسف د کار دپاره کور ته ننوتو، په کور کښې يو خِدمتګار هم نۀ وو.
هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم.
زۀ په دې کور کښې د هغۀ هومره اختيار لرم او هغۀ ستا نه بغېر زما نه هيڅ څيز هم نۀ دے منع کړے. نو بيا زۀ داسې غلط کار څنګه وکړم چې د خُدائ پاک ګناهګار شم؟“
زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه.
نو هغه به تا د بدکارې ښځې نه وساتى، د هغې زناکارې نه څوک چې په خوږو خبرو تا دوکه کول غواړى،
د زناکارې ښځې خولۀ د ژورې کندې په شان ده، چا ته چې مالِک خُدائ په قهر شوے وى هغه به په کښې ورغورزيږى.
ځکه چې کنجره د ژورې کندې په شان وى او زناکاره د تنګ کوهى په شان وى.
هغوئ د ډاکوانو په شان په انتظار کښې ناستې وى او بېوفا سړى زياتوى.
ځکه چې د زناکارې ښځې د شونډو نه شات راڅاڅى. او د هغې خبرې د تېلو نه زياتې نرمې دى،
د داسې ښځې نه ځان لرې ساته. او چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شى
هغې هغۀ له غاړه ورکړه او ښُکل يې کړو، او په خپلو بېشرمو سترګو سره يې هغۀ ته ووئيل،
دوئ به تا د زناکارې ښځې سره د تعلق نه وساتى، او هم به دې دوئ د زناکارې ښځې د دوکه کوونکو خبرو نه وساتى.
د هغې کور د ښار په لوړ ځائ کښې دے. د دروازې سره ناسته وى،
”اے ساده خلقو ټول دلته راشئ.“ هغه ټولو ناپوهو ته وينا کوى،
دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.
د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى.
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.
نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.