9 خو اونان ته پته ولګېده چې هغه بچى به د اونان خپل نۀ وى، نو چې کله به هغه د خپلې کونډې ورندارې سره څملاستو نو هغۀ به د نر اوبۀ په زمکه څڅولې، چې داسې به د هغۀ د ورور بچى نۀ وى.
هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې نارضا شو او مالِک خُدائ هغه هم ووژلو.
په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.
قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟
کۀ دوه وروڼه يو ځائ اوسيږى او يو د هغوئ نه مړ شى او يو زوئ يې هم پاتې نۀ شى، نو د هغۀ کونډه ښځه به د پردى سړى سره وادۀ نۀ کوى، دا د مړ سړى د ورور ذمه وارى ده چې هغه وادۀ کړى او د هغې سره کوروالے کوى.
د هغوئ چې وړومبے کوم زوئ پېدا شى نو هغه به د مړ سړى زوئ ګڼلے شى، چې د هغۀ نوم د بنى اِسرائيلو نه ختم نۀ شى.
ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.
خو کۀ ستاسو په خپلو زړُونو کښې سخته کينه او خود غرضى وى، نو فخر پرې مۀ کوئ او مۀ د حق خلاف دروغ وايئ.
ځکه چې چرته چې کينه او خود غرضى وى، هلته به فساد او هر قِسم شرارت هم کيږى.
يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بېفائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“
نعومى په جواب کښې ورته ووئيل، ”زما لوڼو، تاسو واپس لاړې شئ، تاسو ما سره ولې تلل غواړئ؟ په دې خيال چې زما به بيا زامن وشى او هغوئ به تاسو وادۀ کړى؟
او ورسره موآبۍ روت، د محلون ښځه، زما ښځه شوه. د دې په وجه به جائيداد د مړى په خاندان کښې پاتې شى، او دا ميراث به د هغۀ د خاندان نوم د هغۀ په خلقو او د هغۀ په کلى کښې ژوندے وساتى. تاسو نن د دې خبرې ګواهان يئ.“