Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 38:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د عير سلوک د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېر خراب وو او هغه ترې نارضا شو، نو مالِک خُدائ هغه مړ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 38:7
11 Iomraidhean Croise  

چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.


ځکه چې مونږ دا ځائ تباه کوُو. مالِک خُدائ ته د دې خلقو خِلاف فريادونه رسېدلى دى او مونږ يې رالېږلى يُو چې سدوم تباه کړُو.“


يهوداه د خپل مشر زوئ عير دپاره ښځه وکړه چې د هغې نوم تامار وو.


يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.


خو مالِک خُدائ د نوح نه رضا وو.


او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، تا د دې کونډې سره دومره بد ولې وکړل؟ هغه زما سره دومره ښۀ ده چې زما خيال ساتى او اوس تۀ د هغې زوئ وژنې.“


د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. د هغۀ د کنعانۍ ښځې بت‌سوع نه درې زامن وُو: عير، اونان او سيله. د هغۀ مشر زوئ عير دومره خراب وو چې مالِک خُدائ هغه ووژلو.


هغۀ د هنوم په وادۍ کښې خپل زامن د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. هغۀ د غېبو کارونو او جادو نه کار اخستلو او قسمت ښودونکو او د فالګرو سره يې مشورې وکړې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.


د يهوداه په قبيله کښې دا قبيلې وې، سيله، فارص، زارح، حصرون او حمول. د يهوداه دوه زامن عير او اونان، د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو.


کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan