4 هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو او هغې پرې اونان نوم کېښودو.
بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو.
يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.
د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. د هغۀ د کنعانۍ ښځې بتسوع نه درې زامن وُو: عير، اونان او سيله. د هغۀ مشر زوئ عير دومره خراب وو چې مالِک خُدائ هغه ووژلو.
د يهوداه په قبيله کښې دا قبيلې وې، سيله، فارص، زارح، حصرون او حمول. د يهوداه دوه زامن عير او اونان، د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو.