23 يهوداه ووئيل، ”پرېږده چې هغه څيزونه هغه د ځان سره وساتى. مونږ نۀ غواړُو چې خلق راپورې وخاندى. ما هغې له د مزدورۍ ورکولو کوشش وکړو، خو تا هغه ونۀ موندله.“
هغه يهوداه ته واپس راغلو او وې وئيل، ”ما هغه ونۀ موندله. د هغه ځائ خلقو ووئيل چې په هغه ځائ کښې کله هم کنجره نۀ وه.“
تقريباً درې مياشتې وروستو يهوداه ته چا ووئيل، ”ستا اِنږور تامار کنجرتوب کولو او اوس هغه اُميدواره ده.“ يهوداه ووئيل، ”هغه بهر راوباسئ او په اور کښې يې وسوزوئ.“
نو تا د مالِک خُدائ حُکم ته سپک ولې کتلى دى؟ تا دا بد عمل ولې کړے دے؟ تا اورِياه حِتے په جنګ کښې وژلے دے، تا عمونيان پرېښودل چې هغه ووژنى او بيا تا د هغۀ ښځه بوتله.
هغه به وهل وخورى او بېعزته به شى، او دا شرم به هيڅکله د هغۀ نه اخوا نۀ شى.
په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟
مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.
ځکه چې د هغې ذکر کول هم د شرم خبره ده کوم کارونه چې نافرمانه خلق په پټه کوى.
”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“