20 وروستو يهوداه خپل ملګرے حيره عدلامى د چېلۍ سره ورولېږلو چې د ضمانت څيزونه د هغه ښځې نه واپس راوړى، خو حيره هغه ونۀ مونده.
هم په هغه ورځ هيروديس او پيلاطوس دوستان شول، د دې نه وړاندې دوئ په خپلو کښې دشمنان وُو.
خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.
او د سمسون ښځه هغه سړى له ورکړے شوه چې کوم د هغۀ په وادۀ کښې د هغۀ ښۀ ملګرے وو.
د نورو خِلاف په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د هغوئ سره خپل اختلافات ختم کړئ، نو چې د هغوئ په وجه ګناهګار نۀ شئ.
بيا ابىمَلِک اِبراهيم راوغوښتلو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا په مونږ څۀ کړى دى؟ ما تا سره څۀ بد کړى دى چې تا په ما او زما په بادشاهۍ دا افت راوستے دے؟ داسې خو د هيچا سره هم نۀ دى کول پکار، لکه چې تا زما سره کړى دى.
هم هغه وخت يهوداه خپل وروڼه پرېښودل، لاړو او د حيره نومې يو سړى سره اوسېدو، چې هغه د عدولام د ښار وو.
تامار کور ته لاړه، څادر يې لرې کړو او د کونډتوب جامې يې بيا واغوستلې.
هغۀ په عينيم کښې د څۀ کسانو نه تپوس وکړو، ”هغه کنجره چرته ده چې د لارې په غاړه ناسته وه؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دلته خو کنجره نۀ وه.“