2 هلته يهوداه د يوې کنعانۍ جينۍ سره مِلاو شو چې د هغې د پلار نوم سوع وو. يهوداه هغه وادۀ کړه او ورسره څملاستو،
د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې.
اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې.
چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.
همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بېعزتى يې وکړه.
يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.
نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې.
په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو.
يوه ورځ په ماښامى کښې داؤد د کټ نه پاڅېدو او د محل چت ته وختو. کله چې هغه هلته ګرځېدلو نو هغۀ يوه ښځه وليده چې لامبل يې. هغه ډېره ښائسته وه.
د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. د هغۀ د کنعانۍ ښځې بتسوع نه درې زامن وُو: عير، اونان او سيله. د هغۀ مشر زوئ عير دومره خراب وو چې مالِک خُدائ هغه ووژلو.
د يهوداه په قبيله کښې دا قبيلې وې، سيله، فارص، زارح، حصرون او حمول. د يهوداه دوه زامن عير او اونان، د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو.
څوک چې په مسيح ايمان نۀ لرى، د هغوئ سره په جغ کښې مۀ ځئ. ځکه چې د صادقانو او د شريرانو په خپلو کښې څۀ تعلق وى؟ او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟
هغه واپس کور ته لاړو او خپل مور پلار ته يې وفرمائيل، ”په تمنت کښې ما يوه فلستى جينۍ ليدلې ده او اوس هغه ما ته وادۀ کړئ.“
سمسون يوه ورځ فلستى ښار غزه ته لاړو، هلته د يوې کنجرې سره مِلاو شو او د هغې سره څملاستو.