19 تامار کور ته لاړه، څادر يې لرې کړو او د کونډتوب جامې يې بيا واغوستلې.
نو هغې د کونډتوب جامې وويستلې چې هغې اغوستې وې او مخ يې په څادر پټ کړو او د تمنت په لاره د عينيم ښار سره نزدې ورته کښېناسته. ځکه چې هغې ته ښۀ پته وه چې د يهوداه وړوکے زوئ لوئ شوے وو او تر اوسه پورې يې ودېدو له نۀ وه ورکړې.
هغۀ ترې تپوس وکړو، ”زۀ په ضمانت کښې څۀ درسره کېږدم؟“ هغې ورته ووئيل، ”ستا په غاړه کښې خپل مهر سره د مزى او ستا په لاس کښې دا امسا.“ هغۀ دا څيزونه هغې له ورکړل. بيا دوئ څملاستل او هغه اُميدواره شوه.
وروستو يهوداه خپل ملګرے حيره عدلامى د چېلۍ سره ورولېږلو چې د ضمانت څيزونه د هغه ښځې نه واپس راوړى، خو حيره هغه ونۀ مونده.
نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.
هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ تکليف دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ يوه غريبه کونډه يم، خاوند مې مړ دے.