Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 37:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 بيا يوسف يو بل خوب وليدو او خپلو وروڼو ته يې ووئيل، ”ما يو بل خوب ليدلے دے، چې په هغې کښې ما نمر او سپوږمۍ وليدل او يوولس ستورى هم چې ما ته ټيټېدل.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 37:9
19 Iomraidhean Croise  

خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“


هغۀ دا خوب خپل پلار ته هم ووئيلو او پلار هغه ورټلو، ”دا څنګه خوب دے چې تا ليدلے دے؟ ستا خيال دا دے چې ستا مور، ستا وروڼه او زۀ، مونږ به راځو او تا ته به په زمکه پرېوځُو؟“


مونږ ټولو په پټى کښې د غنمو ګېډۍ تړلې، ناڅاپه زما ګېډۍ پاڅېدله او نېغه ودرېدله. ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ نه ګېرچاپېره تاو شوې او هغې ته ټيټې شوې.“


د هغۀ وروڼو ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ خيال دے تۀ به بادشاه جوړېږې او په مونږ به بادشاهى کوې څۀ؟“ نو د يوسف د خوبونو او چې هغۀ د وروڼو په حقله څۀ فرمائيلى وُو په دې وجه، د هغوئ ورسره کينه نوره هم زياته شوه.


يوسف فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، د دې دواړو خوبونو هم يو مطلب دے، خُدائ پاک تا ته وښودل چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى.


ستا د دوه ځل خوبونو مطلب دا دے چې دا د خُدائ پاک فېصله ده او زر به خُدائ پاک داسې وکړى.


يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول.


چې کله يوسف کور ته راغلو، هغوئ تُحفې دننه کور ته هغۀ له يوړې او د هغۀ په مخکښې ته ټيټ شول.


هغوئ ورته ووئيل، ”زمونږ پلار ستاسو خِدمتګار تر اوسه پورې ژوندے دے او روغ جوړ دے.“ او هغوئ د هغۀ په مخکښې خپل سرونه ټيټ کړل.


چې کله يهوداه او د هغۀ وروڼه د يوسف کور ته راغلل، نو هغه تر اوسه پورې هلته وو. او هغوئ د هغۀ په مخکښې په زمکه پرېوتل،


نېکه، تا زمونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پلار يا بل ورور هم شته؟


اوس زر زر واپس زما پلار له لاړ شئ او هغۀ ته ووايئ چې ستا زوئ يوسف داسې وائى، خُدائ پاک زۀ په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم، زر زر ما له راشه.


نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل.


يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.


دا دومره غټ شو چې آسمانى لښکرو ته ورسېدو، او هغۀ څۀ آسمانى لښکر او ستورى لاندې راوغورزول او د پښو لاندې يې کړل.


او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.


نو چې تاسو بې‌داغه او پاک شئ. او په بدو او بې‌لارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan