Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 37:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 مونږ ټولو په پټى کښې د غنمو ګېډۍ تړلې، ناڅاپه زما ګېډۍ پاڅېدله او نېغه ودرېدله. ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ نه ګېرچاپېره تاو شوې او هغې ته ټيټې شوې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 37:7
12 Iomraidhean Croise  

قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“


هغۀ ووئيل، ”ما چې کوم خوب ليدلے دے هغه واورئ.


يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول.


هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“


چې کله يوسف کور ته راغلو، هغوئ تُحفې دننه کور ته هغۀ له يوړې او د هغۀ په مخکښې ته ټيټ شول.


هغوئ ورته ووئيل، ”زمونږ پلار ستاسو خِدمتګار تر اوسه پورې ژوندے دے او روغ جوړ دے.“ او هغوئ د هغۀ په مخکښې خپل سرونه ټيټ کړل.


چې کله يهوداه او د هغۀ وروڼه د يوسف کور ته راغلل، نو هغه تر اوسه پورې هلته وو. او هغوئ د هغۀ په مخکښې په زمکه پرېوتل،


يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې.


نېکه، تا زمونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پلار يا بل ورور هم شته؟


بيا د هغۀ وروڼه په خپله راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول. هغوئ ورته ووئيل، ”ګوره، مونږ ستا غلامان حاضر يُو.“


نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى،


او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے، هغه ازل دے، او د مړو نه اول ژوندے شوے دے د دې دپاره چې په هر څۀ کښې د هغۀ درجه اول وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan