Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 37:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 37:3
10 Iomraidhean Croise  

کله چې يوسف خپلو وروڼو له راغلو، هغوئ د هغۀ نه د اوږدو لستُوڼو والا ښُکلې چُوغه وويستله.


بيا هغوئ يو چېلے حلال کړو او د يوسف چُوغه يې په وينه کښې ډُوبه کړه.


هغوئ هغه چُوغه خپل پلار له يوړه او وې وئيل، ”مونږ دا وموندله. دا وګوره چې دا ستا د زوئ ده او کۀ نۀ ده؟“


نوکر هغه بهر کړه او دروازه يې ورپسې بنده کړه. تامار د اوږدو لستُوڼو اوږده چُوغه اغوستې وه، چې په هغه وخت کښې د يوې پېغلې شهزادګۍ دا عام لِباس وو.


تا خپلې جامې واخستې او په خپلو جامو دې زيارت رنګينه کړو، هلته دې کنجرتوب شروع کړو. نۀ داسې کارونه مخکښې شوى وُو او نۀ به وروستو وشى.


پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے.


”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan