23 کله چې يوسف خپلو وروڼو له راغلو، هغوئ د هغۀ نه د اوږدو لستُوڼو والا ښُکلې چُوغه وويستله.
هغۀ ووئيل، ”هغه په دې صحرا کښې دې کوهى ته وغورزوئ، خو د هغۀ وينه مۀ تويَوئ.“ هغۀ دا خبره د دې دپاره وکړه، چې د دوئ نه يې بچ کړى او هغه واپس خپل پلار له ولېږى.
بيا هغوئ هغه اوچت کړو او هغه اوچ کوهى ته يې وغورزولو.
يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه.
او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“
نوکر هغه بهر کړه او دروازه يې ورپسې بنده کړه. تامار د اوږدو لستُوڼو اوږده چُوغه اغوستې وه، چې په هغه وخت کښې د يوې پېغلې شهزادګۍ دا عام لِباس وو.
هغوئ په خپلو کښې تقسيموى جامې زما په خپلو کښې خسڼے پرې وباسى په جامو زما.
جامې يې ترې وويستلې او سره شان چُوغه يې پرې واچوله.