Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 37:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 يعقوب يوسف ته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ شِکم ته لاړ شې، چرته چې ستا وروڼه رمه څروى.“ يوسف ورته ووئيل، ”زۀ تيار يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 37:13
13 Iomraidhean Croise  

څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“


خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرښتې د آسمان نه هغۀ ته وفرمائيل، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“


چې کله اِسحاق ضعيف شو او نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عِيسو راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اے زما زويه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”جى، زۀ حاضر يم.“


بيا يعقوب خپل پلار له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”ښه، تۀ زما کوم زوئ يې؟“


د مسوپتاميه نه په واپسۍ کښې يعقوب د کنعان په مُلک کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو او د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې.


يوه ورځ چې کله د يوسف وروڼه د خپل پلار رَمې څرولو له شِکم ته تلى وُو،


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


بيا د انګورو د باغ مالِک ووئيل چې اوس ما له څۀ کول په کار دى؟ زۀ به خپل خوږ زوئ ورولېږم. شايد چې د دۀ خاطر وکړى.


عيلى ورته آواز وکړو، ”زما زويه، سموئيله.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ حاضر يم.“


مالِک خُدائ سموئيل ته په درېم ځل آواز وکړو، هغه پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ نو عيلى ته پته ولګېده چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې هلک ته آواز کولو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan