Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 37:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 يوه ورځ چې کله د يوسف وروڼه د خپل پلار رَمې څرولو له شِکم ته تلى وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 37:12
7 Iomraidhean Croise  

د مسوپتاميه نه په واپسۍ کښې يعقوب د کنعان په مُلک کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو او د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې.


يعقوب د کنعان په مُلک کښې اوسېدو، چرته چې د هغۀ پلار د مسافر په توګه اوسېدلے وو،


يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.


يعقوب يوسف ته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ شِکم ته لاړ شې، چرته چې ستا وروڼه رمه څروى.“ يوسف ورته ووئيل، ”زۀ تيار يم.“


نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.


اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan