Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 36:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغه ځکه لاړو چې په کوم ځائ کښې هغه او يعقوب اوسېدل هلته يې ګزاره نۀ کېدله، د هغوئ څاروى ډېر زيات وُو او نور دوئ په يو ځائ اوسېدلے نۀ شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 36:7
8 Iomraidhean Croise  

نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو. نو داسې دوئ دواړه جدا شول.


خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو.


زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“


هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“


مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے.


اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.


او تاسو کورونه مۀ جوړَوئ، او تخم مۀ کَرئ، او مۀ د انګورو باغونه کَرئ او تاسو چې هيڅکله دا کارونه ونۀ کړئ، او ضرورى ده چې په خپلو خېمو کښې اوسېږئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه تر ډېره وخته پورې ژوندى پاتې شئ چرته چې تاسو د مسافرو په شان ژوند کوئ.


او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan