6 بيا عِيسو د خپلو ښځو، خپلو زامنو، لوڼو او د خپل کور ټولو خلقو سره او خپلو ټولو څاروو او د هغه هر څۀ سره چې هغۀ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان شو او د خپل ورور يعقوب نه بل مُلک ته لاړو.
ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل،
نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو. نو داسې دوئ دواړه جدا شول.
خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو.
زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“
مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“
هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“
يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې د سعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل.
او اُهليبامه نه يعوس، يعلام او قورح پېدا شول، د عِيسو دا ټول زامن د کنعان په مُلک کښې پېدا شوى وُو.
يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل.
او ورسره د دارچينى، مصالحې، خوشبويۍ عطر، د مُر چيړ، لوبان، مے، تېل، خاص مېده، غنم، او څاروى، ګډې، آسونه، جنګى ګاډۍ، غلامان او جنګى قيديان.