5 او اُهليبامه نه يعوس، يعلام او قورح پېدا شول، د عِيسو دا ټول زامن د کنعان په مُلک کښې پېدا شوى وُو.
او اِسحاق ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې وفات شو او هغه خپلو زامنو عِيسو او يعقوب ښخ کړو.
د عنه لور د صبعون نمسۍ چې د عِيسو ښځه وه د هغې نوم اُهليبامه وو، د هغې د عِيسو نه دا درې زامن پېدا شول، يعوس، يعلام او قورح.
دا قبيلې د عِيسو د ښځې اُهليبامه اولاد دے چې هغه د عنه لور وه، يعوس، يعلام او قورح.
د عده نه اليفز پېدا شو، د باسمت نه رعواېل پېدا شو،
بيا عِيسو د خپلو ښځو، خپلو زامنو، لوڼو او د خپل کور ټولو خلقو سره او خپلو ټولو څاروو او د هغه هر څۀ سره چې هغۀ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان شو او د خپل ورور يعقوب نه بل مُلک ته لاړو.
د عِيسو زامن اليفز، رعواېل، يعوس، يعلام او قورح وُو.