Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 34:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 زمونږ سره خپلوالۍ وکړئ، خپلې لوڼه مونږ له راکړئ او زمونږ لوڼه تاسو وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 34:9
9 Iomraidhean Croise  

بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى.


د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې.


رِبقې اِسحاق ته ووئيل، ”زۀ د عِيسو د بل مُلک د ښځو په وجه په خپل ژوند کښې تنګه يم. کۀ يعقوب هم د دې مُلک د حِتۍ ښځو نه د يوې حِتۍ ښځې سره وادۀ وکړو، نو د دې نه به بيا زما دپاره مرګ ښۀ وى.“


نو تاسو دلته زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا مُلک ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ او خپل جائيدادونه جوړ کړئ.“


همور هغۀ ته ووئيل، ”زما زوئ شِکم ستا په لور مئين شوے دے، زۀ تا ته سوال کوم چې هغه پرېږده چې وادۀ يې کړى.


نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې.


نو بيا مونږ ستا حُکمونه څنګه مات کړُو او هغه حرام کاره خلقو سره ودونه وکړُو؟ کۀ مونږ داسې وکړُو نو تۀ به دومره غصه شې چې تباه به مو کړې او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدې.


د هغوئ سره ودونه مۀ کوئ او خپل اولاد هغوئ سره ودونو ته مۀ پرېږدئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan