8 همور هغۀ ته ووئيل، ”زما زوئ شِکم ستا په لور مئين شوے دے، زۀ تا ته سوال کوم چې هغه پرېږده چې وادۀ يې کړى.
خو د يعقوب لور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو او هغه په هغې مئين شو او هغۀ د هغې سره خوږې خبرې وکړې.
نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بېعزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.
زمونږ سره خپلوالۍ وکړئ، خپلې لوڼه مونږ له راکړئ او زمونږ لوڼه تاسو وکړئ.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له دا حُکم ورکړے وو چې د دې قومونو سره ودونه مۀ کوئ ځکه چې د دې په وجه به د بنى اِسرائيلو زړونه نورو خُدايانو ته واوړى، خو سليمان د غېرو قومو ښځو مينه نۀ پرېښودله.
لکه چې غلامان د سورى په ارمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى.
زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.
تاسو به دې مُلک ته بيا هيڅکله هم واپس رانۀ شئ کوم چې تاسو غوښتل چې هغه بيا ووينئ.“