7 نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بېعزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.
بيا ابىمَلِک اِبراهيم راوغوښتلو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا په مونږ څۀ کړى دى؟ ما تا سره څۀ بد کړى دى چې تا په ما او زما په بادشاهۍ دا افت راوستے دے؟ داسې خو د هيچا سره هم نۀ دى کول پکار، لکه چې تا زما سره کړى دى.
او د دې نه علاوه هغوئ کور په کور ګرځى او بېکاره اوسېدل زده کوى، او نۀ صرف بېکاره ګرځى بلکې غېبت کوى او د نورو په کار کښې ګوتې وهى او هغه خبرې کوى چې ورته نۀ دى کول په کار.