5 يعقوب خبر شو چې د هغۀ د لور بېعزتى شوې ده، خو د هغۀ زامن د خپلو څاروو سره په پټو کښې وُو نو ځکه هغۀ د هغوئ د راتلو نه مخکښې څۀ ونۀ وئيل.
خو په هغه ورځ لابن هغه چېلى چې کرښې پرې وې يا برَګ وُو هغه يې بېل کړل او هغه ټولې چېلۍ چې ټکى ټکى او برَګې وې او تورې ګډې يې هم ترې لرې کړې. او هغۀ دا د خپلو زامنو په حواله کړې،
نو شِکم خپل پلار همور ته ووئيل، ”دا جينۍ ما ته وادۀ کړه.“
د شِکم پلار همور ووتلو چې د يعقوب سره د دې مسئلې په حقله خبرې وکړى،
نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.
او ابىسلوم د امنون سره دومره نفرت کولو چې هغۀ سره يې نورې خبرې هم نۀ کولې ځکه چې د هغۀ د خور تامار سره امنون په زور زنا کړې وه.
زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
نو په هم دې وخت کښې مشر زوئ يې په پټو کښې کار کولو کله چې کور ته واپس راروان شو نو په لار کښې د ساز او ګډا آوازونه د هغۀ تر غوږه شُو.
خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے.
خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.
هغۀ ترې نه بيا تپوس وکړو، ”ستا نور زامن شته څۀ؟“ يَسى ورته ووئيل، ”د ټولو نه کشر پاتې دے، خو هغه بهر د ګډو خيال ساتى.“ سموئيل ورته وفرمائيل، ”هغه راوغواړه چې دلته راشى. مونږ به تر هغې قربانى نه پېش کوُو چې هغه راغلے نۀ وى.“
داؤد به وخت په وخت بيتلحم ته تلو راتلو، چې د خپل پلار د ګډو خيال وساتى.