4 نو شِکم خپل پلار همور ته ووئيل، ”دا جينۍ ما ته وادۀ کړه.“
هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.
خو د يعقوب لور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو او هغه په هغې مئين شو او هغۀ د هغې سره خوږې خبرې وکړې.
يعقوب خبر شو چې د هغۀ د لور بېعزتى شوې ده، خو د هغۀ زامن د خپلو څاروو سره په پټو کښې وُو نو ځکه هغۀ د هغوئ د راتلو نه مخکښې څۀ ونۀ وئيل.
زۀ به بيا په خلقو کښې سر څنګه اوچتوم؟ او تۀ به په بنى اِسرائيلو کښې بېخى بېعزته يې. زۀ ستا مِنت کوم چې بادشاه ته ووايه او زما دا يقين دے چې هغه به مې تا له درکړى.“
تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.
هغه واپس کور ته لاړو او خپل مور پلار ته يې وفرمائيل، ”په تمنت کښې ما يوه فلستى جينۍ ليدلې ده او اوس هغه ما ته وادۀ کړئ.“