Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 34:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 34:30
33 Iomraidhean Croise  

کۀ د مِصر خلق تا وګورى، نو هغوئ به ګُمان وکړى چې تۀ زما ښځه يې، نو هغوئ به ما مړ کړى او تا به ژوندۍ پرېږدى.


زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.


ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)


نو د ابرام او د لوط د شپونکو په مينځ کښې جنګ وشو. (په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان هم په هغه مُلک کښې اوسېدل.)


همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بې‌عزتى يې وکړه.


دوئ مال دولت يوړو، ټولې ښځې او ماشومان يې ونيول او د کورونو نه يې هر څۀ لوټ کړل.


خو هغوئ ووئيل، ”مونږ دا نۀ شُو زغملے چې زمونږ خور سره دې د کنجرې په شان سلوک وشى.“


په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى.


د يوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کوم چې هلته لاړل د يعقوب د خاندان هغه ټول کسان په شمېر کښې اويا تنه وُو.


کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيت‌رِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.


اخى‌تُفل ورته ووئيل، ”لاړ شه او د خپل پلار د وينځو سره څمله کومې يې چې د ځان نه وروستو پرېښودلې دى چې د محل خيال ساتى. نو بيا به په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ولګى چې تا په څرګنده د خپل پلار بې‌عزتى کړې ده نو داسې ستا ملګرى به نور هم تکړه شى.“


د سليمان په ټول ژوند کښې رِزون د بنى اِسرائيلو دشمن وو او د حدد په شان يې هغوئ په تکليف کول، هغۀ د بنى اِسرائيلو نه نفرت کولو خو په خپله يې په شام بادشاهى کوله.


الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې.


د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى يعقوب اولاده، د هغه بنى اِسرائيل اولاده، چې کوم خُدائ پاک خوښ کړے وو، هغه معجزې يادې ساتئ چې خُدائ پاک کړى دى او هغه عدالت چې کوم هغۀ کړے دے.


د خُدائ پاک خلق په شمېر کښې کم وُو، چې د کنعان په مُلک کښې مسافر وُو.


حنون بادشاه او عمونيانو ته پته ولګېده چې هغوئ داؤد بادشاه غصه کړے دے، نو هغوئ څلور دېرش زره کلو سپين زر ورکړل چې د برنى مسوپتاميه او د شامى علاقو معکه او ضوباه نه جنګى ګاډۍ او د ګاډو چلوونکى په مزدورۍ ونيسى.


د زارح د اولاد نه يو کس د کرمى زوئ عکن په بنى اِسرائيلو باندې ځکه افت راوستلو چې کوم مالِ غنيمت خُدائ پاک ته وقف شوے وو نو په هغې کښې يې خيانت وکړو.


په کوم وخت کښې چې په شمار کښې دوئ ډېر کم وُو، او په حقيقت کښې هغوئ لږ او مسافر وُو.


دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“


يو رحمدله کس خپل ځان ته فائده ورکوى، خو ظالم سړے خپل ځان په تکليفونو کښې راګېروى.


څوک چې د خپل خاندان دپاره مصيبت پېدا کوى نو په ميراث کښې به ورته هوا پاتې شى، او کم عقل به د هوښيار نوکر وى.


لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى.


د ځناور يا د مارغۀ،


مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى.


مالِک خُدائ تاسو سره د دې دپاره مينه نۀ ده کړې او نۀ يې خوښ کړى يئ چې تاسو د نورو خلقو نه زيات وئ، په حقيقت کښې تاسو د ټولو نه وړوکے قوم وئ.


او يشوَع وفرمائيل، ”تا ولې په مونږ داسې سخت تکليف راوستے دے؟ اوس به مالِک خُدائ په تا تکليف راولى.“ بيا ټولو خلقو عکن سنګسار کړو او مړ شو. هغوئ د هغۀ خاندان سنګسار کړل او هغوئ يې سره د هر څۀ وسوزل.


نو ټول بنى اِسرائيليان خبر شول چې ساؤل فلستىے مشر وژلے دے او دا چې فلستيان ستاسو نه نور نفرت هم کوى. نو خلق راغونډ شول او په جِلجال کښې د ساؤل سره شول.


سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”دا زۀ څنګه وکړم؟ کۀ ساؤل د دې نه خبر شى نو هغه به ما ووژنى.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ د ځان سره يوه سخۍ بوځه او هلته ووايه چې تۀ هلته ځکه يې چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړې.


خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“


خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan