26 دوئ همور او د هغۀ زوئ شِکم په تُوره ووژل. بيا دوئ دينه د شِکم د کور نه بوتله او لاړل.
په درېمه ورځ چې د سنت کېدو په وجه ټول سړى خوږېدل، د يعقوب دوو زامنو، د دينه سکه وروڼو، شمعون او ليوى، خپلې تُورې راواخستلې، ښار ته دننه په آسانۍ سره راغلل او ټول سړى يې ووژل.
د دې قتلِ عام نه پس د يعقوب نورو زامنو ښار لوټ کړو چې د خپلې خور د بېعزتۍ بدل واخلى.
ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“
اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى.
هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېريهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.
زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى، او زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مخالفت کوى. څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پرېږدم. تر دې پورې چې زخميان او قېديان به هم مړۀ شى.“