25 په درېمه ورځ چې د سنت کېدو په وجه ټول سړى خوږېدل، د يعقوب دوو زامنو، د دينه سکه وروڼو، شمعون او ليوى، خپلې تُورې راواخستلې، ښار ته دننه په آسانۍ سره راغلل او ټول سړى يې ووژل.
دوئ همور او د هغۀ زوئ شِکم په تُوره ووژل. بيا دوئ دينه د شِکم د کور نه بوتله او لاړل.
خو حزقياه ډېر زيات مغروره وو او د هغه څۀ شکريه يې ادا نۀ کړه چې مالِک خُدائ د هغۀ دپاره کړى وُو، نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصه په هغۀ، په يهوداه او يروشلم نازله شوه.
ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.
نو اوس ټول هلکان ووژنئ او ورسره هغه ښځې هم ووژنئ چې پېغلې نۀ وى،
هغوئ په ميديانيانو باندې حمله وکړه، هم هغه شان چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ټول سړى يې ووژل،
د سنت کېدو نه پس ټول نران تر هغې پورې په کېمپ کښې پاتې شُو چې روغ شوى نۀ وُو.