24 د ښار ټول خلق د همور او شِکم په خبره باندې راضى شول او ټول نران سنت شول.
هم په هغه ورځ اِبراهيم اِسمٰعيل او په کور کښې چې څومره نران پېدا شوى وُو هغه ټول يې سنت کړل، سره د هغه نوکرانو چې د هغۀ په کور کښې پېدا شوى وُو او هغه يې هم سنت کړل چې د بل مُلک نه راوستلے شوى وُو لکه څنګه چې خُدائ پاک هغۀ ته فرمائيلى وُو.
عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“
د ښار په دروازه کښې د جرګې د ټولو سړو په مخکښې دا زمکه د اِبراهيم شوه چرته چې حِتيان د دې ګواهان وُو.
د دوئ ټول څاروى او د نور هر څۀ دې زمونږ نۀ شى څۀ؟ راځئ چې جوړه ورسره وکړُو نو دوئ به زمونږ سره اوسيږى.“
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى.