22 خو دا خلق به صِرف په يو شرط زمونږ سره اوسيږى او يو قوم به شُو چې مونږ خپل ټول نران سنت کړُو، لکه چې دوئ هم سنت شوى دى.
خو په دې شرط سره چې تۀ او ستا د اولاد هر يو نر به خامخا سنت کيږى.
”دا د خېر خلق دى، دوئ دې زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسيږى او کاروبار دې کوى. دا مُلک د دوئ دپاره هم ښۀ لوئ دے. مونږ به د دوئ لوڼه وکړُو او خپلې لوڼه به دوئ له ورکړُو.
د دوئ ټول څاروى او د نور هر څۀ دې زمونږ نۀ شى څۀ؟ راځئ چې جوړه ورسره وکړُو نو دوئ به زمونږ سره اوسيږى.“