21 ”دا د خېر خلق دى، دوئ دې زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسيږى او کاروبار دې کوى. دا مُلک د دوئ دپاره هم ښۀ لوئ دے. مونږ به د دوئ لوڼه وکړُو او خپلې لوڼه به دوئ له ورکړُو.
نو تاسو دلته زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا مُلک ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ او خپل جائيدادونه جوړ کړئ.“
همور او د هغۀ زوئ شِکم د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې ځائ ته لاړل، او د ښار خلقو سره يې خبره وکړه چې،
خو دا خلق به صِرف په يو شرط زمونږ سره اوسيږى او يو قوم به شُو چې مونږ خپل ټول نران سنت کړُو، لکه چې دوئ هم سنت شوى دى.
خپل کشرے ورور ما له راولئ. بيا به ما ته پته ولګى چې تاسو جاسوسان نۀ يئ او صحيح خلق يئ، زۀ به تاسو له خپل ورور درواپس کړم او بيا تاسو دلته پاتې شئ او سوداګرى کوئ.“