16 بيا به مونږ تاسو له خپلې لوڼه درکړُو او ستاسو لوڼه به خپلو ځانونو له وکړُو. مونږ به ستاسو سره اوسيږو او يو قوم به شُو.
اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې.
مونږ به دا صِرف په يو شرط درکړُو چې تاسو زمونږ په شان شئ او تاسو ټول نران سنت کړئ.
کۀ تاسو ته زمونږ شرطونه منظور نۀ وى او سنت نۀ شئ، نو مونږ به خپله خور بوځُو او لاړ به شُو.“