Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 34:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 دوئ ورته ووئيل، ”مونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سنت نۀ وى، دا به زمونږ دپاره د شرم خبره وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 34:14
16 Iomraidhean Croise  

د نن نه پس به تاسو هر يو نر ماشوم سنت کوئ چې هغه د اتو ورځو شى، ورسره هغه نوکران چې ستاسو په کور کښې پېدا وى او هغه هم چې د بل مُلک نه راوستلے شوى دى. د دې نه به دا معلوميږى چې زما او ستا په مينځ کښې لوظ شته.


خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“


شِکم د هغوئ د خور دينه بې‌عزتى کړې وه، نو ځکه د يعقوب زامنو شِکم او د هغۀ پلار همور ته په چل سره جواب ورکړو.


مونږ به دا صِرف په يو شرط درکړُو چې تاسو زمونږ په شان شئ او تاسو ټول نران سنت کړئ.


په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه.


څلور کاله پس ابى‌سلوم داؤد بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما له اجازت راکړه چې زۀ حبرون ته لاړ شم او چې زۀ هغه لوظ پوره کړم چې ما د مالِک خُدائ سره کړے دے.


په خطونو کښې ليکلى شوى وُو، ”اعلان وکړئ چې خلق روژه ونيسى، خلق دې راغونډ شى او نبوت له د عزت ځائ ورکړى.


کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“


هغۀ بيا دوئ بيت‌لحم ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په حقله پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“


هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.


خو مور پلار يې ورته ووئيل، ”ستا په خپلوانو يا زمونږ په ټولو خلقو کښې جينۍ نشته څۀ، چې تۀ خامخا ځې او په ناسنته فلستيانو کښې جينۍ کوې؟“ خو سمسون خپل پلار ته وفرمائيل، ”هغه جينۍ ما له وکړه ځکه چې هغه مې خوښه ده.“


يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“


داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بې‌عزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“


ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan