Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 34:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 شِکم د هغوئ د خور دينه بې‌عزتى کړې وه، نو ځکه د يعقوب زامنو شِکم او د هغۀ پلار همور ته په چل سره جواب ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 34:13
17 Iomraidhean Croise  

ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“


دوئ ورته ووئيل، ”مونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سنت نۀ وى، دا به زمونږ دپاره د شرم خبره وى.


د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بې‌کاره طبيبانو په شان يئ.


تاسو هغه څۀ وايئ څۀ چې خُدائ پاک نۀ دى وئيلى، او تاسو د هغۀ د خاطره د دوکې خبرې کوئ څۀ؟


وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.


بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى.


مونږ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او د هغۀ مو اِنکار کړے دے، مونږ خپل خُدائ پاک ته شا کړې ده. زمونږ خبرې د ظلم او بغاوت نه ډکې دى. مونږ به دروغ جوړول او بيا به مو دغه دروغ په عمل کښې راوستل.


مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.


او ورته يې ووئيل چې، ”تاسو به دا ووايئ چې د شپې چې مونږ اودۀ شو نو د هغۀ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې پټ کړو.“


اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“


ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.


سمسون وفرمائيل، ”دا ځل چې زۀ د فلستيانو سره څۀ کوم نو د هغې اِلزام دې په ما نۀ شى لګولے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan