11 بيا شِکم د دينه پلار او وروڼو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما سره دا ښېګړه کول غواړئ، نو چې تاسو څۀ هم غواړئ زۀ به يې درکړم.
اِبراهيم وفرمائيل، ”صاحِبانو، کۀ تاسو ما د دې قابل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم.
کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“
عِيسو ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“
نو تاسو دلته زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا مُلک ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ او خپل جائيدادونه جوړ کړئ.“
ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“