2 هغۀ نورې ښځې او د هغوئ بچى مخکښې کړل، بيا يې لِياه او د هغې بچى کړل او راحيل او يوسف يې وروستو کړل.
نو د لابن دوه لوڼه وې، د مشرې نوم لِياه او د کشرې راحيل وو.
يعقوب د راحيل سره هم څملاستو او هغۀ د هغې سره د لِياه نه زياته مينه کوله. بيا هغۀ د لابن نور اووۀ کاله خِدمت وکړو.
يعقوب چې وکتل نو عِيسو يې وليدو او څۀ ګورى چې څلور سوه کسان ورسره راروان وُو. نو هغۀ خپل بچى په لِياه، راحيل او په هغه دوو نورو ښځو باندې تقسيم کړل.
يعقوب د دوئ نه مخکښې لاړو او چې څنګه خپل ورور ته ورسېدو، نو ټيټ شو او اووۀ ځل يې تندې په زمکه ولګولو.
يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه.
خو ستاسو خپله مور به رسوا شى، چا چې تاسو زيږولى يئ هغه به شرمنده شى. هغه به په ټولو مُلکونو کښې بېاهميته وى، هغه به په دشتو، په اوچه زمکه، او په صحرا بدله شى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى.