Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 33:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 عِيسو ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 33:15
8 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“


نو هم په هغه ورځ عِيسو په خپله مخه ادوم ته واپس شو.


بيا شِکم د دينه پلار او وروڼو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما سره دا ښېګړه کول غواړئ، نو چې تاسو څۀ هم غواړئ زۀ به يې درکړم.


هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه. تۀ په مونږ مهربان يې او مونږ به د فِرعون غلامان يُو.“


بادشاه ضيبا ته وفرمائيل، ”د مفيبوست سره چې څۀ هم دى هغه ستا شول.“ ضيبا جواب ورکړو، ”زۀ ستا په وړاندې د عزت نه ټيټېږم، بادشاه سلامت، تۀ دې زما نه همېشه خوشحاله اوسې.“


روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“


هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“


تۀ د خپلو سړو نه تپوس وکړه او هغوئ به تا ته هم دغه شان ووائى. نو تۀ به مونږ سره ښېګړه وکړې څۀ، ځکه چې مونږ د اختر په ورځ راغلى يُو؟ تۀ مونږ يعنې ستا خِدمت کوونکو او خپل دوست داؤد له څۀ راکړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan