13 يعقوب ووئيل، ”زما نېکه، تا ته پته ده چې ماشومان کمزورى دى، او په کار دى چې زۀ د دې ګډو او څاروو او د دوئ د بچو خيال وساتم. کۀ دا مونږ يوه ورځ هم تېز بوځُو، نو ټول څاروى به مړۀ شى.
عِيسو ووئيل، ”ځئ چې په خپل سفر باندې ځُو. زۀ به تاسو سره ځم.“
زۀ خپل نېک ته سوال کوم چې د خپل خِدمتګار نه مخکښې لاړ شى او نېکه، زۀ به په مزه مزه د څاروو او د هغوئ د بچو په قدم په تا پسې درځم او په ادوم کښې به درسره مِلاو شم.“
داؤد وفرمائيل چې، ”زما زوئ سليمان چې د مالِک خُدائ کوم کور جوړوى نو هغه دې خامخا د شان شوکت والا او په دُنيا کښې مشهور وى. خو هغه کم عُمره او ناتجربهکاره دے، نو زۀ به د هغې دپاره تيارے وکړم.“ نو داؤد د خپل مرګ نه مخکښې ډېر زيات سامان تيار کړو.
د ګډو د شپونتوب نه يې هغه راوستلو، چې شپون شى د يعقوب د خپلو خلقو، د خپل غوره شوى قوم اِسرائيلو شپونتوب يې پرې وکړلو.
صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.
هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
هغوئ ته چې څۀ وئيلے شوى وُو نو هم هغسې يې وکړل يعنې، هغوئ دوه غواګانې بوتلې او يوه ګاډۍ يې ورپورې وتړله او سخى يې په ديره کښې وتړل.