8 د هغۀ خيال دا وو، ”کۀ عِيسو راشى او هغه وړومبۍ ډله ختمه کړى نو هغه بله ډله چې کومه پاتې وى هغه به وتښتى.“
يعقوب سخت ويرېدو او پرېشانه شو. د هغۀ سره چې کوم خلق او رَمې، غواګانې او اوښان وُو هغه يې په دوو ډلو کښې تقسيم کړل.
بيا يعقوب دُعا وکړه، ”زما د نيکۀ اِبراهيم خُدايه پاکه او زما د پلار اِسحاق خُدايه پاکه، زما سوال واوره، مالِکه خُدايه. تا ما ته ووئيل چې خپل مُلک او خپلو خپلوانو له لاړ شه او تۀ به زما دپاره هر څۀ سم کړې.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.