5 زۀ غوَيى، خرۀ، ګډې، چېلۍ او نوکران لرم. نېکه، زۀ تا له خبر درلېږم، د دې دپاره چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“
نو يعقوب ډېر مالدار شولو. د هغۀ ډېرې رَمې نوکران، اوښان او خرۀ وُو.
هغه ټول دولت کوم چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نه اخستے دے هغه زمونږ او زمونږ د بچو دے. چې تا ته خُدائ پاک څۀ فرمائيلى دى هم هغسې وکړه.“
بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته او خپلو خپلوانو له لاړ شه. زۀ به ستا مل يم.“
زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه.
عِيسو ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“
عِيسو ترې تپوس وکړو، ”د هغې بلې قبيلې سره چې زۀ مِلاو شوم هغه دې د څۀ مقصد دپاره راوستلې ده؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې زما نېک راسره ښۀ شى.“
هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه. تۀ په مونږ مهربان يې او مونږ به د فِرعون غلامان يُو.“
بادشاه ضيبا ته وفرمائيل، ”د مفيبوست سره چې څۀ هم دى هغه ستا شول.“ ضيبا جواب ورکړو، ”زۀ ستا په وړاندې د عزت نه ټيټېږم، بادشاه سلامت، تۀ دې زما نه همېشه خوشحاله اوسې.“
ولې ما وئيلى دى څۀ، چې ما له تُحفه راکړئ؟ يا مې د پېسو دپاره تا ته کله مِنت کړے دے څۀ؟
خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،
يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“
هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“