4 هغۀ ورته ووئيل چې، ”زما نېک عِيسو ته دا پېغام ورسوئ، زۀ ستا تابعدار خِدمتګار يعقوب يم، چې د ډېر وخت نه د لابن سره د يو مسافر په شان دېره يم،
”نېکه، زمونږ خبره واوره، مونږ تا ته د يو تکړه مشر په سترګه ګورو. زمونږ د اديرې د ټولو نه ښۀ ځائ کښې خپل مړے ښخ کړه، تا به هيڅ څوک د يو ځائ نه هم د خپل مړى ښخولو نه نۀ منع کوى.“
او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ د لوږې نه مرم، ما له لږه دا د سور رنګ ښوروا راکړه.“ نو ځکه د هغۀ نوم ادوم شو.
قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“
اِسحاق جواب وکړو، ”ما هغه په تا اختيارمن کړے دے او ما د هغۀ ټول خپلوان د هغۀ نوکران کړى دى. ما هغۀ له غله او مے ورکړى دى. زما زويه، اوس داسې هيڅ هم نشته چې ستا دپاره يې زۀ وکړم.“
د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا د دوو لوڼو او شپږ کاله ستا د رَمو دپاره، ستا خِدمت کړے دے. او بيا هم، تا لس ځل زما مزدورى بدله کړه.
نو ته ورته وايه چې دا ستا د خِدمتګار يعقوب دى. هغه دا خپل نېک عِيسو له په تُحفه کښې لېږى. او يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“
زۀ غوَيى، خرۀ، ګډې، چېلۍ او نوکران لرم. نېکه، زۀ تا له خبر درلېږم، د دې دپاره چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“
زۀ خپل نېک ته سوال کوم چې د خپل خِدمتګار نه مخکښې لاړ شى او نېکه، زۀ به په مزه مزه د څاروو او د هغوئ د بچو په قدم په تا پسې درځم او په ادوم کښې به درسره مِلاو شم.“
عِيسو ترې تپوس وکړو، ”د هغې بلې قبيلې سره چې زۀ مِلاو شوم هغه دې د څۀ مقصد دپاره راوستلې ده؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې زما نېک راسره ښۀ شى.“
نو عِيسو د غرونو مُلک ادوم کښې اوسېدو.
دا د ادوميانو د پلار نيکۀ، د عِيسو اولاد دے.
کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“
نو هغوئ د خپلې ملا نه د ټاټ جامې او د مرۍ نه پړى تاو کړل او اخىاب له لاړل او ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمت کوونکے بِنحدد تا ته د خپل ژوند سوال کوى.“ اخىاب ورته ووئيل، ”هغه لا ژوندے دے څۀ؟ ټيک ده، هغه زما ورور دے.“
هارون ورته وفرمائيل، ”زما نېکه، ما ته مۀ په قهر کېږه، تا ته پته ده چې دا خلق څومره بدکاره دى.
نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.
د صبر په وجه مشر هم قائليږى، او يوه نرمه خبره هډُوکى هم ماتوى.
نو بيا زما زويه، په دې کولو سره تۀ د خپل ګاونډى په لاسونو کښې پرېوتې، نو د هغۀ د دام نه د خلاصېدو دپاره، هغۀ له ورشه او خپل ځان کمزورے کړه او هغۀ ته مِنت زارى وکړه چې هغه تا د دې ذمه وارۍ نه آزاد کړى.
کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.
دا پېغام د ادوم په حقله دے. د ادوم نه ما ته چا آواز وکړو، ”څوکيداره، دا شپه به کله تېريږى؟ سحر ته څومره وخت پاتې دے؟“
ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“
لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى.
مالِکه خُدايه، کله چې تۀ د سعير د غرونو نه لاړې، کله چې تۀ د ادوم د علاقې نه راووتلې، زمکه ولړزېدله او د آسمان نه باران وورېدلو. آو، اوبۀ د وريځو نه راتوې شوې.
ساؤل د داؤد آواز وپېژندو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”داؤده، دا تۀ يې زما زويه؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”آو، بادشاه سلامت دا زۀ يم.“