30 يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو.
هاجِرې د ځان نه تپوس وکړو، ”ما خو خُدائ پاک ليدلے دے او بيا هم لا ژوندۍ پاتې يم؟“ نو هغې مالِک خُدائ ته يو نوم ورکړو چا چې د هغې سره يې خبرې کړې وې، يعنې، ”هغه خُدائ پاک چې ګورى.“
هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.
چې کله يعقوب د مسوپتاميه نه راواپس شو، خُدائ پاک يعقوب ته بيا راڅرګند شو او هغۀ له يې برکت ورکړو.
د اِسرائيل بادشاه يربعام د اِفرائيم غرونو په مُلک شِکم کښې د پَخو دېوالونو ښار جوړ کړو. بيا هغه لاړو او د فنواېل ښار دپاره يې پاخۀ دېوالونه جوړ کړل.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“
نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.
نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ،
زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ.
نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې.
او هغوئ ووئيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته خپله لوئى او جلال په هغه وخت وښودلو چې د اور نه مو د هغۀ خبرې اورېدلې. مونږ ته نن دا پته ولګېده چې کۀ خُدائ پاک د يو انسان سره خبرې وکړى نو هغه انسان بيا هم ژوندے پاتې کېدے شى.
مسيح د ناليدلى خُدائ پاک صورت او د ټولو مخلوقاتو نه اول پېدا شوے دے.
خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.
هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.
يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“
منوحه ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل نوم وښايه، چې کله ستا خبره رښتيا شى نو مونږ به ستا عزت وکړُو.“
فرښتې ورته وفرمائيل، ”تۀ زما د نوم تپوس ولې کوې؟ دا يو داسې عجيبه نوم دے چې تۀ به ورباندې پوهه نۀ شې.“
هغۀ په فنواېل کښې برج هم راغورزولو او د ښار خلق يې ووژل.
جدعون فنواېل ته لاړو او هلته يې خلقو ته هم دغه شان درخواست وکړو، خو د فنواېل خلقو هم د سُکات د خلقو په شان هم دغه شان جواب ورکړو.