29 يعقوب ورته وفرمائيل، ”اوس تۀ ما ته خپل نوم وښايه.“ خو هغۀ ورته ووئيل، ”تۀ ولې زما د نوم تپوس کوې؟“ بيا هغۀ يعقوب له برکت ورکړو.
نور به تا ته ابرام نۀ شى وئيلے، ستا نوم اِبراهيم شو، ځکه چې زۀ تا د ډېرو قومونو پلار جوړوم.
خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”ستا نوم يعقوب دے، خو د نن نه پس ستا نوم اِسرائيل شو.“ نو د هغۀ نوم يې اِسرائيل کېښودو.
چې کله يعقوب د مسوپتاميه نه راواپس شو، خُدائ پاک يعقوب ته بيا راڅرګند شو او هغۀ له يې برکت ورکړو.
هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو.
هغوئ تر نن ورځې پورې هغه رِواجونه کوى. هغوئ نۀ د مالِک خُدائ عبادت کوى او نۀ د هغه قانون او حُکمونه منى چې کوم يې د يعقوب اولاد له ورکړى وُو، يعقوب له اِسرائيل نوم ورکړے شوے وو.
د اِبراهيم د زوئ اِسحاق زامن عِيسو او يعقوب وُو.
ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟
آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى.
موسىٰ د قادِس نه ادومى بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ ورته ووئيل، ”دا پېغام ستاسو د خپلوانو، د بنى اِسرائيلو د طرف نه دے. تاسو ته پته ده چې په مونږ کوم تکليفونه تېر شوى دى،
فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم.
داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.