23 هغۀ هغوئ روان کړل او پورې يې ويستل، د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې هم بلې غاړې ته ولېږل،
هم په هغه شپه يعقوب پاڅېدو، هغۀ خپلې دوه نِکاح کړې ښځې، د هغۀ دوه نورې ښځې او خپل يوولس زامن روان کړل او د يبوق د سيند نه په ګودر يعنې هغه ځائ کښې پورې وتل چرته چې اوبۀ کمې وې.
خو هغه يواځې پاتې شو. بيا يو سړے راغلو او د هغۀ سره يې د سحر د رڼا پورې کُشتى وکړه.