21 هغۀ هغه تُحفې د ځان نه مخکښې ولېږلې او هغه شپه په محنايم کښې پاتې شو.
تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمتګار يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ د يعقوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غصه سړه کړم او چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“
هم په هغه شپه يعقوب پاڅېدو، هغۀ خپلې دوه نِکاح کړې ښځې، د هغۀ دوه نورې ښځې او خپل يوولس زامن روان کړل او د يبوق د سيند نه په ګودر يعنې هغه ځائ کښې پورې وتل چرته چې اوبۀ کمې وې.
زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه.
خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.
رشوت د ورکوونکى دپاره د جادو په شان وى، ځکه هغه چې هر څۀ کوى نو کاميابيږى.
نو يشوَع هغوئ ولېږل او هغوئ خپل پټ ځائ ته لاړل چې د عى نمرپرېواتۀ طرف ته، د عى او بيتايل په مينځ کښې دے. يشوَع په کېمپ کښې د خلقو په مينځ کښې شپه تېره کړه.
بيا هغې نوکرانو ته ووئيل، ”تاسو مخکښې ځئ او زۀ به په تاسو پسې درځم.“ خو هغې خپل خاوند ته هيڅ هم ونۀ وئيل.