Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 32:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمتګار يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ د يعقوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غصه سړه کړم او چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 32:20
14 Iomraidhean Croise  

هغۀ دوېم او درېم له هم دغه شان حُکم ورکړو او هغه ټولو له چې کوم د ډلو مشران وُو، ”تاسو به خامخا داسې وايئ چې کله تاسو د عِيسو سره مِلاوېږئ.


هغۀ هغه تُحفې د ځان نه مخکښې ولېږلې او هغه شپه په محنايم کښې پاتې شو.


خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.


د هغۀ آفسران ورغلل او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ اورېدلى دى چې د اِسرائيل بادشاهان رحم کوونکى وى. مونږ له اجازت راکړه چې د ملا نه د ټاټ جامې او د مرۍ نه پړى تاو کړُو او د اِسرائيل بادشاه له ورشُو او کېدے شى چې هغه تا ژوندے پرېږدى.“


غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.


د بادشاه غضب د مرګ پېغام دے، خو هوښيار انسان به د هغۀ قهر سړوى.


تحفه د انسان دپاره لار خلاصوى، او د هغۀ لاس تر غټو خلقو پورې رسوى.


په پرده کښې تحفه ورکول غصه نرموى، په پټه رشوت ورکول انسان د غټ قهر نه ساتى.


هغه به د دې په بدل کښې معاوضه نۀ قبلوى او هغه به رشوت هم رد کړى کۀ څومره ډېر هم وى.


څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“


او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى.


تاسو د دې دانو او مږو نمونې جوړې کړئ چې ستاسو مُلک تباه کوى او تاسو به خامخا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک درناوے کوئ. کېدے شى چې هغه تاسو له، ستاسو معبودانو او ستاسو مُلک له سزا درکول بند کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan