Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 32:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغۀ دا په مختلفو ډلو کښې تقسيم کړل او د خپلو نوکرانو نه يې يو يو په هره ډله مشران مقرر کړل. هغۀ ورته ووئيل، ”زما نه مخکښې لاړ شئ او د مخکښې قبيلې او ورپسې راروانې قبيلې په مينځ کښې فاصله وساتئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 32:16
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ وړومبى نوکر له حُکم ورکړو، ”زما ورور عِيسو چې درسره ملاويږى او تپوس کوى چې، ستا نېک څوک دے؟ تۀ چرته ځې؟ ستا نه مخکښې دا ځناور د چا دى؟


تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمتګار يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ د يعقوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غصه سړه کړم او چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“


مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بې‌لالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.


تميز به په تا نظر ساتى او پوهه به ستا حِفاظت کوى.


زميدار ته پته وى چې څۀ به کوى، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته پوهه ورکړې ده.


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


بيا هغې نوکرانو ته ووئيل، ”تاسو مخکښې ځئ او زۀ به په تاسو پسې درځم.“ خو هغې خپل خاوند ته هيڅ هم ونۀ وئيل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan