12 هغه وعده راياده کړه چې تا زما سره کړې وه چې زما دپاره به هر څۀ سم کړې او ما له به دومره اولاد راکړې چې څوک به يې شمېرلے نۀ شى، دومره ډېر لکه چې د سمندر په غاړه شګې دى.“
زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.
کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“
د يهوداه او د اِسرائيل خلق د سمندر په غاړه د شګو په شان بېشمېره وُو، هغوئ خوراک څښاک کولو او خوشحاله وُو.
خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“
خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بېشمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
کۀ مونږ بېوفا شُو خو هغه به وفادار پاتې شى، ځکه چې هغه نۀ شى کولے چې د خپل ځان نه اِنکار وکړى.“
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.
نو په دې وجه بيا د يو سړى نه چې د مړى په شان وو، چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى بېشمېره اولاد پېدا شو.
هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو.
د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ نۀ دروغ وائى او نۀ خپله فېصله بدلوى. هغه د انسان په شان نۀ دے، هغه خپله فېصله نۀ بدلوى.“