Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 31:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خُدائ پاک ستاسو د پلار نه رَمې اخستې دى او هغه يې ما له راکړې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 31:9
9 Iomraidhean Croise  

نو چې دا د څانګو په مخکښې مال شوې نو هغوئ د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ بچى راوړل.


نو يعقوب واورېدل چې د لابن زامن وائى، ”زمونږ د پلار سره چې څۀ هم وُو نو هغه يعقوب د خپل ځان سره وړى دى. د هغۀ سره چې څومره دولت دے هغه ټول زمونږ د پلار وو.“


د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو او ما وکتل چې کوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ وُو.


هغه ټول دولت کوم چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نه اخستے دے هغه زمونږ او زمونږ د بچو دے. چې تا ته خُدائ پاک څۀ فرمائيلى دى هم هغسې وکړه.“


ولې چې د ځنګلونو ټول او هر يو ځناور زما دى، او په زرګونو غرونو کښې د څاروو رمې زما دى.


يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.


دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan