Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 31:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته پته لګېدلې ده چې ستاسو پلار زما سره دومره ښۀ نۀ دے لکه چې څومره مخکښې وو، خو زما د پلار خُدائ پاک زما مل دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 31:5
15 Iomraidhean Croise  

تقريباً هم په هغه وخت ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى،


په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“


او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې.


ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“


زۀ خُدائ پاک يم چې په بيت‌ايل کښې تا ته راڅرګند شوے وم، چې هلته تا يو کاڼے د يادګار په توګه وقف کړو او په هغې دې تېل واچول او هلته تا زما سره يو لوظ وکړو. اوس تۀ هغه مُلک ته واپس لاړ شه چرته چې تۀ پېدا شوے يې.“


زۀ تا ته د نقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه ستا د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم.


نو يعقوب راحيل او لِياه راوغوښتلې چې د هغۀ سره په پټى کښې مِلاو شى چرته چې د هغۀ رَمې وې.


کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“


د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى.


بيا يعقوب دُعا وکړه، ”زما د نيکۀ اِبراهيم خُدايه پاکه او زما د پلار اِسحاق خُدايه پاکه، زما سوال واوره، مالِکه خُدايه. تا ما ته ووئيل چې خپل مُلک او خپلو خپلوانو له لاړ شه او تۀ به زما دپاره هر څۀ سم کړې.


بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده.


مونږ ته وفرمائيل، ”يوسف ته به داسې ووايئ چې، مونږ تا ته سوال کوُو چې ستا وروڼو کوم غلط کار او بد تا سره کړى دى، هغه معاف کړه.“ اوس درته دا سوال کوُو چې مونږ، ستا د پلار خُدائ پاک خِدمتګارانو چې کوم غلط کار کړے دے، هغه مونږ ته معاف کړه.“ چې کله دا پېغام يوسف ته مِلاو شو نو هغۀ وژړل.


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan