10 د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو او ما وکتل چې کوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ وُو.
خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.
هغۀ په خوب کښې وليدل چې يوه پوړۍ د زمکې نه آسمان پورې ختلې ده او دا يې هم وليدل چې د خُدائ پاک فرښتې په دې باندې بره ښکته، ختلې او راکوزېدلې.
نو چې دا د څانګو په مخکښې مال شوې نو هغوئ د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ بچى راوړل.
د خُدائ پاک فرښتې ما ته په خوب کښې ووئيل، يعقوبه، ما جواب ورکړو، زۀ حاضر يم.
هغې ووئيل، وګوره، هغه ټول چېلى کوم چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا ټکى ټکى او برَګ دى. زۀ داسې ځکه کوم چې لابن تا سره څۀ کوى نو ما ته د هغه هر څۀ پته ده.
په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“
خُدائ پاک ستاسو د پلار نه رَمې اخستې دى او هغه يې ما له راکړې دى.
يو ځل يوسف خوب وليدو نو چې هغۀ خپل وروڼه د دې نه خبر کړل، نو د هغوئ کينه د يوسف سره نوره هم زياته شوه.
په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته په خوب کښې څرګند شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې درکړم؟“
او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.
کېدے شى چې پېغمبران يا د خوبونو تعبير ورکوونکى د يوې معجزې يا د يوې عجيبه نښې وعده وکړى،